په هرات کې په یوه ترافیکي پیښه کې پنځه تنه ووژل شول

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د یوه شخصي موټر سره د ملې اردو د یوه رنجر د ټکر کېدو په پیښه کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار ( سلواغه ۹) د هرات د هوایي ډګر پر سړک هغه مهال رامنځته شوه چې د ملې اردو د رنجر موټر چلوونکي ونه شو کولای خپل موټر کنټرول کړي.

عیني شاهدان وایي چې د ملې اردو موټر امبولانس وو او د یوې شخصي کرولا موټر سره یې ټکر کړی دی.

د هرات د امبولانس رییس ډاکټر ابراهیم محمدي وایي چې په دې پیښه کې د کرولا د موټر د سورلیو او د ملې اردو د امبولانس د چلونکي په ګډون څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډېر چټکوالی او د موټر چلوونکو له لورې ترافیکي نښو ته نه پاملرنه د هغه لویو عواملو څخه دي چې په هېواد کې  په ځانګړې ډول په لویو لارو کې د ترافیکي پیښو لاملونه ګڼل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *