په لغمان کې نابینایانو او نه اوریدونکو له پاره لیسې جوړیږي
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو سرپرست امر ذاکرالله زهیر له خاورمیانه خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل: په لغمان کې ۶ مسلکي لیسې، ۴ یې د زراعت او ۲ یې د تخنیک مسلکي لیسې دي.
همدارنګه د نوموړي د معلوماتو له مخې په لغمان ولایت کې ۲ مسلکي انسټیټونه شتون لري چې یو یې کثیرالرشتوي او دوهم یې د حسابدارۍ انستیتوت دی .
ښاغلی ذاکر زهیروړاندې وایې : چې په یادو مسلکي مرکزونو کې ۴۳۰ محصلین او ۵۲۰ زده کوونکي خپلې مسلکي زده کړې پرمخ وړي.
د زهیر پروینا : د همدې له جملې څخه ۱۰ ښځینه زده کوونکۍ او ۲۹ ښځینه محصلینۍ هم د کرنې او کمپیوټرساینس په مسلکونو کې په زده کړو بوختۍ دي.
نوموړی زیاتوي: په راتلوونکو کې پلان لري، چې په لغمان ولایت کې د مسلکي زده کړو د لاپیاوړتیا په موخه یو شمیر نورې برخې لکه خیاطي ، د مبایل سافټویر او د نابینایانو او نه اوریدونکو له پاره لیسې جوړې کړي .
د لغمان د مسلکي زده کړو مسولین وایې، چې په دې وروستیو کې خلک د مسلکي زده کړو په ارزښت پوه شوي دي او له مسلکي زده کړو سره یې مینه زیاته شوې ده ، نو په همدې وجه کال په کال د زده کوونکو او محصلینو په شمیر کې زیاتوالی راځي .
د یو شمیر شننوکو په خبره مسلکي زده کړې په یوه هیواد کې ډیر ارزښت لري ، که چیرې مسلکي زده کړې د نظري زده کړو تر څنګ په عملي ډول ترسره شي نو زده کوونکي او محصلین یې له فراغت وروسته کولی شي ، چې د خپل ځان له پاره په خپل اړونده مسلک کې د کار کولو زمینه برابره کړي .