د طالبانو سره د اوربند په اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټینګار کوي چې د وسله والو طالبانو سره د دوحې په شپږ ورځنیو مذاکراتو کې د اوربند په اړه هیڅ پرمختګ صورت نیولی نه دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمي خلیلزاد د وسله والو طالبانو له استازو سره د شپږورځنیو خبرو اترو وروسته تیره شپه د هېواد جمهور رییس  سره ددغه خبرو اترو جزئیات شریک کړل.

د جمهوري ریاست د ویاندویي مرستیال شاه حسین مرتضوي پر خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې خلیلزاد د افغانستان  حکومتي چارواکو ته د مالوماتو د څرګندولو ترڅنګ په دوحه کې د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د کورنیو او بهرنیو رسنیو نا درست مالومات او اوازې رد کړي دي او ویلي یې دي چې په راتلونکي کې د افغانستان د حکومت د جوړلو په اړه د طالبانو سره هيڅ ډول خبرې اترې او بحث ترسره شوی نه دی.

نوموړې ویلي دي چې د موقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه هیڅ ډول خبرې ترسره شوي نه دي او د موقت حکومت موضوع کاملاً سمه نه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي ټینګار کړی دی چې د موقت حکومت په اړه بحث د هغه صلاحیت او مسوولیت نه دی او نوموړی یوازي د افغانانو تر مینځ خبرو ته زمینه مساعدوي.

خلیلزاد څرګنده کړه چې د وسله والو طالبانو سره یې یوازې د اوربند په اړه خبرې کړي دي او په دغه برخه کې لا تر اوسه کوم پرمختګ ترسره شوی نه دی.

نوموړې ټینګار کړی دی چې د تلپاتي سولې لپاره یوازینۍ حل لاره د افغانانو ترمینځ خبرې اترې ترسره کول دي.

خلیلزاد د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه هم وویل چې دغه اصل د افغانستان د دولت سره په هماهنګۍ سره رامنځته کیږي او لا تر اوسه په دې اړه هیڅ ډول موافقې ته رسیدلي نه دي.

خلیلزاد څرګنده کړه چې د مساییلو د پر مختګ او د بین الافغاني مذاکراتو د زمینې مساعدو لپاره به بیا هم د وسله والو طالبانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

د خبرپاڼې څخه په نقل د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کېدو لپاره د امریکا د هلو ځلو هرکلی وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *