په امریکا کې یوه وسله وال کس د ۵ تنو ژوند واخیست

په امریکا کې یوه وسله وال بریدګر د مور او پلار په ګډون ۵ تنه په ډزو ووژل.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د خبر له مخې،د امریکا د لوئیزیانا ایالت د«نیواورلئان»ښار امنیتي چارواکو ویلې دي چې نن سهار ( سلواغې ۷) یو بریدګر ددغه ښار د لویدیځ د «اسینشن» او «لیوینګستون» په سیمه کې په څو تنو ډزې کړي دي او ۵ تنه یې وژلي دي.

ددې چارواکو پر وینا د وژل شویو کسانو څخه دوه تنه د ۲۱ کلن «داکوتا ټریوټ» په نوم تورن کس والدین دي چې د خوب پر وخت وژل شوي دي.

ویل کیږي چې بریدګر شخص لا تر اوسه پورې نیول شوی نه دی او تیښته یې کړي ده.

په امریکا کې وسله وال بریدونه مخ پر زیاتیدو دي په دې ډول چې تیره اوونۍ وړاندې هم یوه وسله وال بریدګر د امریکا  د فلوریدا ایالت په یوه بانک باندې برید ترسره کړی وو او پینځه تنه یې وژلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *