طالبانو په ۱۸ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو وتل رد کړل
که څه هم ویل کېدل چې په قطر کې د د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو تر مینځ د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی دی؛ مګر طالبانو دغه موضوع رد کړې ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،تیره شپه په قطر کې د وسله والو طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د مذاکراتو جزئیات خپاره شول چې پر اساس یې ویل شوي دي چې په ۱۸ میاشتو کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو موافقه شوي ده.
مګر اوس د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر لیکلي دي چې «ځینو رسنیو داسې اوازه خپره کړې ده چې ګواګې د اسلامي امارت استازو د امریکایي لورې سره په اتلسو میاشتو کې د ټولو بهرنیو سرتیرو د ویستلو موده ټاکلې ده ،دغه راپور حقیقت نه لري د ۱۸ میاشتو مسئله بیخې یاده شوي نه ده.»
نوموړې ویلي دي چې د شپږو ورځو وروسته پرون ماذیګر مذاکرات پای ته ورسیدل او د مذاکراتو په دې مرحله کې د ټاکل شوي اجنډا له مخې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په نورو اړوندو او مهمو مسائیلو بحث او پرمختګ وشو.
مجاهد ویلي دي چې د موضوعاتو د مهموالي له وجې زیاتو بحثونو ته اړتیا لري او داسې پریکړه وشوه چې د ځینو نورو مسائیلو د حل لپاره به نورې ناستې ترسره شي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې،دواړو لوریو موافقه کړې ده چې د شپږ ورځنیو مذاکراتو د ناستې مطرح شوي مسایل به د خپلو مشرانو سره شریک کړې او له هغې وروسته به د هغې د تړونونو په اړه نهایي پریکړه وکړې.
د وسله والو طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې «په بحث کې د اسلامي امارت دریځ دا وو چې تر څو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع حل نه شي په نورو برخو کې پرمختګ امکان نه لري».
نوموړې یو ځل بیا د افغانستان د حکومت سره د اوربند او مذاکراتو د تړونونو په اړه د ځینو رسنیو راپورونه رد کړل.
تمه ده چې زلمی خلیلزاد به د قطر د مذاکراتو وروسته افغانستان ته راشي او د هغې پایلې به د هېواد له مشرانو سره شریکې کړي.