د کابل په منډیي کې اورلګیدنه
څو شیبې وړاندې د کابل د لمړۍ ناحیې په منډیي سیمه کې اور لګیدلی او اطفایه د مرستې رسونې په حال کې ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه اور لګیدنه نن سهار( سلواغې۷) د کابل منډیي په میلاد مارکیټ کې رامنځته شوي ده.
عینې شاهدان وایي چې اور د مارکیټ لوې برخې رانیولي دي او همدارنګه د اطفایي ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي او د خلکو په مرسته د اور د وژلو په حال کې دي.
ددې شاهدانو پر وینا،د اورلګیدلې په محل کې د لباس او خوراکي توکو مارکیټونه موجود دي.
لا تر اوسه د اورلګیدنې علت مشخص شوی نه دی.