په کونړ کې د داعش ډلې پټ جلب او جذب

په دې ورستیو کې د کونړ ولایت یو شمیر اوسیدونکي د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې شتون او فعالیتونو  اندیښمن کړي دي .

د کونړ د غو اوسیدونکو چې له خاورمیانه خبري اژانس سره خبرې کولې په امنیتي ځواکونو غږ کړی، چې د داعش وسله والۍ ډلې د فعالیتونو مخه په کونړ کې ونیسي کنه دغه ډله به په کونړ کې هم  د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو په څیر فعالیتونه اونظامي مرکزونه جوړ کړي  .

د کونړ ولایت چارواکي هم د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې د داعش وسله والۍ ډلې فعالیتونه او شتون تایید وي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  په ننګرهار کې د داعش ډلې له ځپلو ورورسته داعشیانو کونړ ته مخه کړې.

(د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کوړنګل درې،  څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې او یو شمیر لرې پرتو غرنیو سیمو کې داعش ډله شته)

نوموړی زیاتوي ، چې د داعش ډلې په کونړ کې په پټ ډول جلب او جذب کړی دی.

د والي ویاند وړاندې وایې د کونړ امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي، چې په کونړ کې د داعش ډلې مخنیوی وکړي. ( وخت ناوخت د وسله والو دځپلو په موخه د ګډو امنیتي ځواکونو له لورې عملیات ترسره کیږي) .

مصمیم وایې چې د کونړ ولایت اوسیدونکي د داعش ډلې له کړونو او  فعالیتونو څخه نفرت لري نو له همدې امله ولسونه هم د داعش ډلې په ځپلو کې له امنیتي ځواکونو سره همکار دي.

بل لور ته د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان هم په کونړ کې د داعش ډلې شتون خاورمیانه خبري اژانس ته تایید کړ.

د کونړ یو شمیر اوسیدونکي وایې په دې ورستیو کې د داعش ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله والۍ نښتۍ هم شوي چې له وسله والو طالبانو څخه یې یو شمیر غرنۍ درې او سیمې نیولې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *