په هلمند کې د طالبانو شپږ قرارګاوې له منځه وړل شوي

د ملې امنیت موظفینو د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې  په یو لړ هدفي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو شپږ قرارګاوې له مینځه وړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د ملې امنیت د خبرپاڼې له مخې،دغه عملیات د ملې امنیت د ځانګړې قطعې له لوري د وسله والو طالبانو په یوه قرارګاه باندې په لاره اچول شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مولوي سیف الله پر قرارګاه باندې په هدفي برید کې د وسله والو طالبانو شپږ قرارګاوې زیانمنې شوي او یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

د یوه بل خبر له مخې د ملې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د هېواد په مختلفو سیمو کې ۶۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې ۲۵ تنه ټپیان شوي او د ۲ داعش ترهګرو په ګډون ۴ تنه نور نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغه عملیاتو کې  په کاپیسا،کونړ،میدان وردګ،کندهار،هرات،بادغیس،فاریاب،بلخ او هلمند ولایتونو کې د وسله والو طالبانو قرارګاوې په نښه شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل