په میدان ښار کې چاودنه

بیړنی؛ څو شیبې وړاندې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان قوي چاودنه شوې.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د غه پیښه نن د ( دلوې په لومړۍ) نیټه د سهار په ۸:۴۰ دقیقې د میدان ښار اړوند د امنیتي ځواکونو په کاروان شوې ده.

د میدان وردګ ولایت د دفتر ریس عبدالزي، خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: داسې معلومیږي چې دغه چاودنه ځانمرګی برید وي. خو په اړه یې څیړنۍ پیل شوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پیښه زیان لري خو تر اوسه پوره یې معلومات نشته.

همدارنګه عیني شاهدان هم وایې چې دغه چاودنه زوره وره وه.

تر اوسه کوم شخص او یا کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

نور جزیات ورورسته …

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *