کونړ کې د ځنګلونو قطع کیدل او د چهارتراشو قاچاق

د کونړ ولایت ځینې اوسیدونکې د دې ولایت د ځنګلونو د غیرې قانوني وهلو او د لرګیو د قاچاق څخه شکایت کوي ، دوې له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي د کونړ ولایت په هغو لرې پرتو سیمو کې چې ځنګلونو موجود دي وهل او د لرګیو قاچاق یې ښه په درز کې روان دی .

د دوې په خبره ،  له ډیره وخته دغه لړې په وقفه یې ډول جریان لري ، چې په مخنیوي کې یې  اړونده چارواکي پاتې راغلي دي ، دوې زیاتوي که چیرته دا لړۍ همداسې جریان ولري نو لرې نه ده چې د کونړ ځنګلونو به ډیر ژر له منځه ولاړ شي .

په ورته وخت کې د کونړ چاوراکي هم  دغه ستونزه نه ردوي او په مخنیوي کې یې د زیاتو فعالیتونو او تدابیرو  خبره کوي .

د کونړ دوالي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : هغه سیمې چې نا امنه دي هلته به داستونزه وي خو ولې په ناامنه سیمو کې قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په برخه کې قومي (  تړۍ ) او تعهدونه کړي ، چې له مخې یې هیڅ  څوک خنګلونو نه شي قطع کولی .

نوموړی زیاتوي د کونړ ولایت د کرنې ریاست په همکارې د ځنګلونو د قطع کیدو د مخنیوي په موخه ۸۰ شوراګانې جوړې شوي دي ( اوس مهال د درې میلیونه ډالرو په ارزښت په کونړ کې د چهارمغزو  اونې روزل شوي چې په کونړ کې به د نوو ځنګلونو په موخه وکرل شي )

په ورته وخت کې د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل : (  د لرګیو د قاچاق پوره مخنیوی شوی ، خو په هغو سیمو کې چې امنیتي ځواکونه شتون نه لري نو هلته په غرونو کې د خرو او قچرو په واسطه قاچاق کیږي )

د هقان وایې د دغې چارې د مخنیوي له پاره هم مونږ پلانونه لرو چې د خلکو په همکارې یې مخنیوی وکړو .

د یادونې وړه ده چې په کونړ کې د ځنګلونو د قطع کیدو او د چهارتراشو قاچاق له ډیره وخت کیږي ، چې تر اوسه یې مخنیوی نه دی شوی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *