غني نوم لیکنه وکړه

د هیواد جمهور رییس، محمد اشرف غني د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې په ګډون کولو سره په رسمي ډول د راتلونکي کال ټاکنو لپاره خپله نوماندې اعلان کړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ښاغلي غني،نن ( مرغومې۳۰) له غرمې وروسته د نوماندانو د نوم لیکنې د لړۍ په وروستۍ ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ولاړ او اړینه فورمه یې ډکه کړه.

محمد اشرف غني د ټاکنیزې مبارزې لپاره امرالله صالح د لمړي مرستیال او سرور دانش د دوهم مرستیال په توګه وروپیژانده.

ښاغلی غني د تیرو پینځو کالو لپاره هم جمهور رییس پاتي شوی وو.

له نوموړې وړاندې هم د حکیم تورسن،عبدالطیف پدرام،سید نورالله جلیلي،عنایت الله حفیظ،زلمی رسول،نورالحق علومي،فرامرز تمنا،محمد شهاب حکیمي،محمد حنیف اتمر،ګلبدین حکمتیار،احمد ولي مسعود،رحمت الله نبیل،ابراهیم الکوزي   او د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون ۱۴ تنو په رسمي ډول د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *