د جمهورې ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې وروستۍ ورځ

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې د مخکنې ټاکل شوي تقویم پر اساس،نننۍ ورځ د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې وروستۍ ورځ ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ دولس ورځې مخکې پیل شوي وه او نن ورځ ( مرغومې ۳۰) پای ته رسیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې،ټاکل شوي ده چې د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوم لیکنې په وروستۍ ورځ،د هېواد برحاله جمهور رییس محمد اشرف غني،اجراییه رییس عبدالله عبدالله او درې نور نوماندان د خپلو مرستیالانو سره یو ځای کمیسیون ته مراجعه وکړې.

په همدې موخه،ویل کیږي چې نننۍ ورځ د ټاکنو د کمیسیون لپاره له کار څخه ډکه ورځ شمېرل کیږي.

ویل کیږي چې محمد اشرف غني د امرالله صالح او سرور دانش ،او ډاکټر عبدالله به بابرشاه فهمند او اسدالله سعادتي سره د مرستیالانو په توګه د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره نوم لیکنه وکړې.

له دې وړاندې د حکیم تورسن،عبداللطیف پدرام،سید نورالله جلیلي،عنایت الحق حفیظ،زلمي رسول،نورالحق علومي،فرامرز تمنا،محمد شهاب حکیمي،محمد حنیف اتمر،ګلبدین حکمتیار،احمد ولي مسعود،رحمت الله نبیل او جاوید الکوزي په ګډون دولس تنو په رسمي ډول د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *