په مکسیکو کې د نفتو په پایپ کې د چاودنې له امله د ۷۰ تنو مرګ ژوبله

په مکسیکو کې د سون موادو په یوه پایپ کې د چاودنې په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،اسوشیتدپرس راپور ورکړی دی چې د نفتو د لیږد دغه پایپ د مکسیکو هېواد په پایتخت کې قرار لري او تیره شپه وروسته له هغې یې چاودنه وکړه چې څو تنو د سون موادو د غلا په نیت په پایپ کې سوری وکړ او د سیمې خلک د خپلو بوشکو د ډکولو لپاره راجمع شوي وو.

ویل کیږي چې ددې پیښې په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د مکسیکو جمهور رییس د غلو دا ډول کړنه په سختو ټکو غندلې ده او د مرستې رسونې له ادارو څخه یې قربانیانو ته مرستو رسونې غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *