ننګرهار کې د ۱۵ وسله والو طالبانو وژل کيدل

دننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پیل شويو عملياتو په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی يو شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات امنیتي ځواکونو  ترلاسه کړي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې دغه وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ ګرداب، مير سنګی، چکنور، ګل ډاګ، کوچيانو کلی، شګې ناوه او ساده سيمو کې وژل شوي او يادې سيمې د دوی له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي د دغه عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو اړوند يو زر او نهه فيره بېلابيل ډوله مرمۍ، دوه ايکم مخابرې، ديرش عدده د راکټ حق سوق، يو د زيکويک ميل، دوه د زيکويک مسندونه، يو د هاوان ميل، يو راکټ، يو ميل پنځه ډزی ټوپک، دوه کړۍ لاسي بمونه، يو کلاشنکوف شاژور، يو عراده موټر سايکل او درې بورۍ چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

دغه راز په يادو سيمو کې د وسله والو طالبانو له لوري د تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي اته حلقې ماينونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *