د بادغیس ولایت د اب کمرې ولسوالۍ ځینې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي

د هوایي ځواکونو په ملاتړ د امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په پایله کې د اب کمرې ولسوالۍ زیاته برخه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ملې دفاع وزارت د نن ورځې ( مرغومې۲۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د چشمه شیرین،چشمه خلیل،قلعه غیز،چشمه ګلک او د چکاب کلې یې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.

همدغه راز په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې عملیاتو په پایله کې ۳۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي او د هغویو ۳۶ عرادې موټرسایکلونه او ۳۰ میله وسلې له مینځه وړل شوي دي.

ددې خبرپاڼې له مخې ددې عملیاتو په جریان کې ۲۰ عرادې موټر سایکلونه او ۵ میله وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

د اب کمرې ولسوالې د بادغیس ولایت د ناامنه ولسوالیو له ډلې څخه شمېرل کیږي چې وسله وال طالبان پکې په پراخ ډول فعالیت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *