په کابل کې د تیرې شپې د ځانمرګي برید وروستي جزییات

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په نهمې امنیتې حوزه کې د بهرنیانو په کمپ باندې په ترسره شوي موټر بمب برید کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،تیره ورځ ( مرغومې ۲۴) د ماښام د اووه بجو په شاوخوا کې یو ځان وژونکي بریدګر د چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر ته بهرنیانو اړوند « ګرین ویلچ» کمپ ته نږدې چاودنه ورکړې ده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند،نجیب دانش وایي چې په دې چاودنه کې د درې نظامیانو او یو ملکې وګړې په ګډون څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۲۳ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون ۹۰ تنه ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د چاودنې سختوالی له امله ددې د پیښې په تلفاتو او ټپیانو کې بدلون راتللی شي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دې پیښه کې یې ګڼ شمېر بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

Author

خروج از نسخه موبایل