د کابل برید به بې ځوابه پاتي نه شي
د افغانستان د ملې امنیت مشاور د کابل د تیرې شپې د برید د غندلو تر څنګ ټینګار کوي چې ددغه برید غچ به واخیستل شي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جمهوري ریاست د ملې امنیت شورا د دفتر د خبرپاڼې څخه په نقل چې نن ورځ ( مرغومې۲۵) خپره شوي ده د تیرې شپې برید پکې لوې جنایت ګڼل شوي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «په داسې حال کې چې مونږ د سولې او ثبات او یوې سیمه ایزې اجماع د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوو، دښمن د سولې د پروسې د له مینځه وړلو لپاره د هرې لارې څخه استفاده کوي».
د ملې امنیت مشاور ژمنه کړي ده چې ددې جنایت پر وړاندې به خاموشه پاتي نه شي او ددې پیښې د څیړنې ترڅنګ به ددې برید غچ واخلې.
حمدالله محب ټینګار کړی دی ؛هر هغه څوک چې د دا ډول بریدونو ترشا لاس لري؛ فکر دې نه کوي چې دا جنایتونه به یې بې ځوابه پاتي شي.
ویل کیږي چې تیره شپه د کابل ښار په نهمه امنیتې حوزه کې «ګرین ویلچ» په نوم د بهرنیانو یوه کمپ ته نږدې د موټر بمب برید ترسره شو چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او ۱۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.