د چسپکي ماین د چاودنې له امله یوتن و وژل شو

د کابل په عبدالحق څلور لارې کې په یوه شخصي موټر د چسپکي ماین د چاودنې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغه پیښه نن د ( مرغومي په ۲۵)  نیټه د سهار په ۸:۲۰ بجې د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د عبدالحق په څلور لارې کې رامنځ ته شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایې: دغه چاودنه د یوه چسپکي ماین له امله وه ، چې په یو کرولا موټر پسې نښلول شوی و.

نوموړی وایې، په دغه پیښه کې د موټر چلوونکې وژل شوی او نور چاته کوم زیان نه دی رسیدلی .

تر اوسه پورې کومې ډلې او یا هم کوم شخص د دغې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره شپه د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د خارجیانو په یو کمپ ( ګرین ولیچ) د موټر بم برید شوی ؤ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *