ننګرهار کې ٧ داعش وسله وال وژل شوي

۲۱ جدی ۱۳۹۷

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوکیاڼي  خاورمیانه خبري  اژانس  ته وویل: د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اته داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د خوګیاڼي په خبره  دغه بريد تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ نرۍ اوبو سيمه کې د داعش په مرکز شوی، چې ۷ وسله وال په کې وژل شوي او يو بل ټپي  شوی دی.

داعش

ننګرهار


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.