ننګرهار کې له ۹ سوو داخلي بې ځایه شو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته
کډوالو چارو وزیر ننګرهار کې له ۹ سوو داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د نغدو پیسو د مرستې لړۍ پیل کړه.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ د کډوالو چارو وزارت له لورې په ننګرهار ولایت کې داخلي بې ځایه شوو ۹ سوو کورنیو ته د څه باندې دیارلس نیم میلیونه افغانیو نغدي مرستې د مسؤلینو له لورې د بانکي چکونو په ورکولو سره پیل شوه .
د دې نغدي مرستې د بانکي چکونو د ورکړې پر مهال د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل،د هېواد په څوارلس ولایتونو کې د یاد وزارت د پرمختیایي بودیجې څخه یې داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره په شفاف ډول مرسته پیل کړې ده .
نوموړي زیاته کړه، یاده مرسته د مستوفیت له لارې بانک ته انتقال کیږي او د ګډې ترسره شوې سروې وروسته داخلي بې ځایه شوو کسانو ته یې بانکي چکونه ورکول کیږي،چې په کې د هر ډول فساد مخنیوی شوی دی .
ننګرهار والي حیات الله حیات د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزیر څخه مننه وکړه،چې په دې ولایت کې ۹ سوه داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د څه باندې دیارلس نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وکړه .
هغه زیاته کړه، یاده مرسته کې به هرې بې ځایه شوې کورنۍ ته به پنځلس، پنځلس زره افغانۍ ورکړل شي، ترڅو ورباندې د ژمني موسم ضروري اړتیاوې پوره کړي .
د یادونې وړده،چې په وروستیو کې ګڼ شمیر داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د امنیتي وضعیت د ښه والې له امله خپلو سیمو ته د ستنیدو په حال کې دي .