ننګرهار کې ١٤٣ ميله تفنګچې او ٣٠٣ عدده شاجورونه نيول شوي

د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالی کې ١٤٣ ميله  تفنګچې او ٣٠٣ عدده شاجورونه نيول شوي.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیتي چارواکي وایې تیره ورځ  د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیريت پولیسو د یو تن سره په  تراکتور موټر کې، چې په کې لرګي بار وو او په ډېر مهارت يې په کې ١٤٣ ميله بېلابېل ډوله تفنګچې او د بېلابېلو وسلو ٣٠٣ عدده شاژرونه ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي .

ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي،  نيول شوی کس،چې د غزني ولايت اصلي اوسیدونکی دی،غوښتل يې یادې وسلې او شاژرونه له تورخم  څخه کابل ولایت ته و لیږدوي،چې د نشه يي توګو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د دې ولایت په مربوطاتو کې ونیول شول .

نوموړی زیاتوي،د یاد مدیریت پولیسو همدا راز اووه پنځوس نیم کیلو نشه يي توکې له لیږدونکی سره یو ځای ونیول .

نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *