په غزني کې د طالبانو د استخباراتو مسوول ووژل شو
په غزني ولایت کې د امنیتي ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول وژل شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ملې دفاع وزارت د نن ورځې( مرغومې ۱۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې ده چې په غزني کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول او ددغه ډلې پینځه تنه نور غړې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مسوول ملا حمیدالله په ګډون ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان په غزني ولایت کې په پراخ ډول فعالیت لري او هر وخت د امنیتي ځواکونو مورچې تر بریدونو لاندې نیسي او یا ددغه ولایت د اوسیدونکو د ازار او زورونې لامل ګرځي.