ننګرهار کې یو داعش غړی د خپلې کورنۍ سره سرحدي ځواکونو ته تسلیم شوی
د ننګرهار ولایت کې یو تن د داعش غړی د خپلې کورنۍ له يولس غړو سره سرحدي ځواکونو ته تسلیم شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د بختان په نوم یو داعش وسله وال د خپلې کورنۍ يولس غړو سره، چې په کې درې مېرمنې او اته ماشومان شامل دي د يو ميل کلانشکوف سره سرحدي ځواکونو ته تسليم شوی.
تسليم شوي داعش وسله وال بختان په خپلو کړنو پښيماني ښودلې، چې د خپل فاميل سره يې يو ځای د داعش وسله والو په ليکو کې فعاليت کولو.
نوموړي ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د خپلو کورنيو غړو سره يو ځای د حکومت قوانينو لاندې په سوله او امنيت ژوند کوي.