ننګرهار کې د چارتراشو قاچاق وړونکي نیول شوي

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکي وایې چې د دې ولایت سرحدي ځواکونو په هسکه مینه ولسوالۍ کې شپږ تنه د چارتراشو قاچاق وړونکي نیولي دي .

د چارواکو په خبره د ننګرهار ولایت  د لومړۍ سرحدي لوا د اووم کنډک د دریم ټولي سرتیرو د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ په په پاپین سیمه کې تیره شپه دری عرادې ډاډسن موټرې چې په کې ۳۵ جوړې چارتراش ځای پر ځای شوي وو،په داسې حال کې له شپږ تنو قاچاق کوونکو سره یو ځای ونیول،چې لیږدونکو یې غوښتل پاکستان ته یې قاچاق کړي .

د معلوماتو له مخې نیول شوي کسان درې ډریوران او درې مزدوران دي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ استوګن دي

دا په داسی حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې سرحدي ځواکونو ډیورنډ فرضي پولې ته نږدې د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه یي توکو قاچاق وړنکي لاس په لاس نیولي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *