ننګرهار کې له چاوديدونکو توکو ډک يو واسکټ او مهمات ترلاسه شوي
د ننګرهار د والي ویاند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دننګرهار ولايت غني خيلو او مومندرې ولسواليو کې د پيل شويو عملياتو په وروستيو څلرويشتونو ساعتونو کې يو له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ او نور مهمات ترلاسه شوي دي .
دخوګیاڼي د معلوماتو په اساس په تيرو څلرویشتو ساعتونو کې د غني خيلو او مومندرې اړوند يو شمېر سيمې تصفيه شوي، چې په ترڅ کې يې د جبه ګۍ او ګولايي سيمو کې ځانمرګي بريدګر ته چمتو شوی له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ، اته فيره د راکټ، پنځه د هوان او درې فيره د مزايل مرمۍ امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي دري ماينونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.
همدا راز د يادې ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د پاڅونوالو ځای پر ځای کېدو، تحکيماتو او نويو پوستو جوړولو چارې هم روانې دي.