ننګرهار کې ۲۷ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایې  د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل د ۲۷ نورو داعشیانو سره ووژل شوي او څلور مرکزونه یې تخریب شوي.

د ننګرهار د والي ویاند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند درې په شلخي کلي کې د صفر دوه ځواکونو له لورې تېره شپه هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل او یو شمیر قوماندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان وژل شوي او د دوې څلور مهم مرکزونه تخریب شول .

د خوګیاڼي په خبره په وژل شوو کسانو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل صدیق یار اورکزی،په اچین کې د جګړې مسؤل سعید عمر،شاهد او حادیه اورکزی هم شامل دي .

خوګیاڼی زیاتوي په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *