له صالح څخه باید د معجزې تمه ونه لرل شي

یوازې څو ورځې وشوې چې امرالله صالح د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی او ټاکل شوي ده د باور د رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته هم وروپیژندل شي.

ددې ورځو په جریان کې،نوموړې پولیس موظفینو او افسرانو ته څو کلک دستورونه صادر کړي او ویل شوي دي چې د سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره کیږي.

ددې کارونو له ډلې څخه پولیس موظفین د پولیسو د تجهیزاتو او امکاناتو سره د غونډو ودونو،محفلونو،بازارونو او نورو مرکزونو کې ګډون نه کول او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت منسوبینو او افسرانو ته اجازه نه ورکول  چې سفارتونو ته ننوځي او په ټولنیزو رسنیو کې ددې وزارت په منسوبینو بندیز لګول،د خوشالۍ زیری دی؛  مګر…..

د افغانستان د پولیسو لیکې لویې ستونزې لري چې د هغې د ستونزو اساسي حل او د هغې بیخ ته رسیدل اوږد وخت او په لوړه کچه امکاناتو ته اړتیا لري، په کم وخت کې یې تمه لرل،مناسب نه دي.

د هېواد ټول ولایتونه او ښارونه په ځانګړې ډول پایتخت د ځان وژونکو بریدونو،چاودنو او وژنو،د امنیتي ځواکونو غیرې مسلکي چلند او ځینو زور واکیو،قصدي کړنو،د امنیتي ځواکو په ځانګړې ډول د پولیسو لخوا د رشوت اخیستنې،د وسله والو غلو د شتون چې د ښارونو په کوڅو کې د لار وهنې،قتل د خلکو لت او کوب او د سپکو خلکو له لورې د ښځو د ازارولو د پیښو سره مخ دی.

په ورته وخت کې ددې ستونزو سره سره د پولیسو بې سوادې او د لوست د کچې ټیټوالې او د هغوې کم معاش ستونزې هم که ورسره ملګرې کړو حل یې سختیږي او یوې اساسي پروګرام ته اړتیا لري.

باید پاملرنه وشي چې د ملې وحدت د حکومت قانوني عمر هم درې يا څلور میاشتې پاتې دی چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ستونزو پر اساس شاید دغه موده څو میاشتې نوره هم وغځول شي.

نو ددې سړې لپاره چې ممکن د کمې مودې لپاره د کورنیو چارو وزارت په راس کې پاتي شي؛  ددې ستونزو حلول به ورته اسانه نه وي او د زیات وخت اړتیا محسوسیږي.

امرالله صالح که څه هم د خپلو مخکنیو کارونو په ترسره کولو کې بریالی شوی وو؛ مګر په هغه پستونو یې پوره وخت درلود او اوس نه شې کیدای د نوموړې د معجزې تمه ولرل شي.

باید هیره نه کړو چې د خپلو پولیسو د ستونزو پر وړاندې د اساسې مبارزې بنسټ ایښودل به ښه کارنامه وي او په راتلونکې کې به د نوموړې د کارونو د دوام لپاره لاره هواره کړې په دې شرط چې سرته یې ورسوي.

په همدې حساب،یوازې کیداې شي د عاجلو اقداماتو په تمه وي او بیا هم د روښانه راتلونکې  لپاره د هیلو سترګې لري؛  که چیرته اجازه ورکړئ…

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *