سیر بهادرزاده د خپل امریکایي سیال څخه ماتي وخوړه
د هېواد ازاد مبارز سیر بهادرزاده د امریکایي سیال سره د یوې نمایشي لوبې په ترسره کولو کې یوازې په امتیاز سره مات شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د ورزش د برخې د راپور له مخې،نن سهار( جدې ۹) «سیر» د امریکا د «UFC» په ازادو سیالیو کې د«کورتس میلنډر» سره مخامخ شو.
د هېواد ازاد مبارز په دې سیالۍ کې تر دريو مرحلو پورې مقاومت وکړ او دواړو مبارزینو یو پر بل ګوزارونه وکړل؛ مګر په پای کې امریکایي لوبغاړی د امتیاز له امله ګټونکی اعلان شو.
د سیر بهادرزاده دا سیالۍ د غوره لوبو څخه وه؛ مګر په وروستۍ برخه کې مات شو.