د فاریاب په جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو شتون

د هېواد د شمال ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي چې د فاریاب په جګړه کې د وسله والو طالبانو د ډلې په چوکاټ کې یو شمېر بهرني جنګیالي هم ښکیل دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول حنیف رضایي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې تیره شپه د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په عملیاتو کې د طالبانو د ډلې پورې تړلې درې بهرني جنګیالي وژل شوي دي.

نوموړې ددغه بهرنیو جنګیالیو د هویت په اړه مالومات څرګند نه کړل؛  مګر څرګنده یې کړه چې په دې عملیاتو کې چې د قاطع ملاتړ د ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو هوایي مرسته ورسره وه دوه تنه ټپیان شوي هم دي.

رضایي زیاته کړه چې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د شاخ او کیتي کلیو کې د وسله والو طالبانو په یوه بل پټن ځای باندی په یوه هوايي برید کې د غورماچ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د یوه پیاوړې قومندان «ملا ظاهر» په ګډون ۶ تنه وژل شوي ،۲ تنه ټپیان شوي او د هغوې ۴ عرادې مختلف ډوله وسایط له مینځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي چې د پلخمري ښار د«عثمان خیل»‍،«حافظ بچه» او «قاضي مکتب» په کلیو کې په چاڼیزو عملیاتو کې څلور تنه وسلوال طالبان ټپیان شوي دي او ددغه سیمو د بشپړ پاکوالی پورې به عملیات دوام ولري.

وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل