ننګرهار کې ۱۶ داعشیان وژل شوي
د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یو قوماندان په ګډون د ځآنمرګو بریدونو طرحه کوونکي ۱۶ داعشیان د ووژل کیدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د باندر په چونګښې خولې سیمه کې تېره شپه د صفر دوه ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې د خطاب باجوړي په نوم د یو قوماندان په ګډون یې د ځآنمرګو بریدونو طرحه کوونکي۱۶ داعشیان وژلي دي .
د خوګیاڼي په خبره په ترسره شوو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ملکي او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .