شپيته کيلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي ونيول شول

د ننګرهار ولايت دوربابا او سره رود ولسواليو کې شپيته کيلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي ونيول شول.

د خاورمیانه خبري اژانس له مخې د ننګرهار ولايت دوربابا او سره رود ولسواليو کې څلور تنو سره شپيته کيلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي ونيول شول.

د معلوماتو له مخې د لومړۍ سرحدي لواء منسوبينو له لوري د دور بابا ولسوالۍ د وچ تنګي په مروبوطاتو کې يو تن سره اته کيلو ګرامه هيروئين او څلرويشت کيلو ګرامه تارياک نيول شوي دي.

په ورته وخت کې د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو په يو عراده کرولا ډوله موټر کې دريو تنو سره ۲۸ کيلو ګرامه چرس نيولي، چې غوښتل يې د دې ولايت غني خيلو ولسوالۍ مارکوه بازار ته يې وليږدوي.

نيول شويو کسانو څخه په اړونده ادارو کې پوښتنې او څېړنې روانې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *