د امریکایي ځواکونو پر وتلو او طالبانو سره د خبرو په نه کولو د افغانستان تُند غبرګون

د افغانستان جمهوري ریاست په ابوظبۍ کې د افغان دولت د استازو سره د وسله والو طالبانو د ملاقات په نه ترسره کولو سخت غبرګون ښودلی  او د طالبان دغه عمل یې د جګړې دوام بللی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې؛ له بده مرغه څه ډول چې تمه کېده،حکومتي پلاوې د مخالف لوري سره مذاکرات ترسره نه کړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې،د افغانستان حکومت د یوه مسوول نظام په توګه خپل رسالت ادا کړ؛ مګر کومه تمه چې د وسله والو طالبانو له لوري وه لاسته رانغله.

جمهوري ریاست ویلي دي چې د افغان حکومت  مذاکره کوونکې پلاوي د امریکا د متحده ایالاتو،سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د استازو سره خبرې اترې ترسره کړې دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل ،«طالبانو د تمې خلاف کار په ترسره کولو سره د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې برحقه غوښتنې ردول دا جوتوي چې دوې د سیمې خیر نه غواړي،سولې ته ژمن نه دي او د جګړې دوام غواړي چې دغه کړنه د طالبانو لپاره سیاسي ماتې ده.»

جمهوري ریاست ټینګار کړی دی چې د طالبانو دا پریکړه چې مذاکراتو ته حاضر نه شول،د طالبانو پورې تړلي عناصر دي چې د سولې غوښتونکي دي مګر نه شي کولای چې خپل مسوولیت ادا کړې.

په عین حال کې ، د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د افغانستان څخه د ځواکونو  د ویستلو پر پریکړه هم جمهوري ریاست سخت غبرګون ښودلی دی.

د رسنیو څخه په نقل ،جمهوري ریاست ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو وتل به د افغانستان پر امنیت هیڅ ډول اغیزه ونه لرې.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جمهور رییس ،تیره ورځ دستور ورکړ چې ددې هېواد نیمایي نظامي ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي.

اوسمهال شاوخوا ۱۴ زره نظامي امریکایي سرتیري په افغانستان کې دېره دي چې په نږدې ورځو کې به د اووه زرو سرتیرو د وتلو بهیر پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *