د لاجوردو د سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پرانیسته

ټاکل شوي ده چې د لاجوردو سوداګریزه او ټرانزیټي لار به نن ورځ د جمهور رییس له لورې پرانیستل شي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په همدې موخه به نن ورځ ( لیندۍ ۲۲) د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې دغه مراسم په هرات ښار کې ترسره شي او لمړنۍ سوداګریزه جوپه به ترکیې ته ولیږدول شي.

د هرات ولایت یو شمېر خلک او عیني شاهدان وایي چې ددې لار د پرانیستي لپاره په ټول هرات کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ولایت مقام ته غځیدلي لارې تړل شوي دي.

دوې وایي چې امنیتي ځواکونه د ولایت پر لاره خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او په تګ راتګ کې ستونزو زیاتوالی موندلی دی.

همدارنګه د هرات چارواکو هم اعلان کړی دی چې نن ورځ رخصتي نشته او یوازې ولایت مقام ته غځیدلي لارې تړل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل