خوږیاڼو کې دوه جنګي طالبان وژل شوي

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالیو کې دوه جنګي طالبان وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې تېره شپه صفر دوو قطعې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي وژلي او د دوی شپږ مرکزونه چې په کې وسلې، مهمات او نور چاودیدونکې توکې شامل وو، لمنځه وړي دي .

د خوګیاڼي په خبره په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *