په فراه کې د ملې اردو دوه سرتیري ووژل شول

د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره د وسلوالو طالبانو د برید او نښتې په پایله کې د ملې اردو دوه سرتیري وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار ( لیندۍ ۱۷) د بالابلوک ولسوالۍ د ریګریشن په سیمه کې د ملې اردو پر پوسته یرغلیز برید ترسره کړی دی.

د نوموړې پر وینا ،له دې برید وروسته ،امنیتي ځواکونه د طالبانو سره په جګړه کې ښکیل شوي چې په پایله کې دوه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه امنیتي سرچینو  ویلي دي چې دغه نښته له نږدې درې ساعتو وروسته پای ته رسیدلې او وسله وال طالبانو له سیمې څخه تیښته کړې او همدارنګه درانه تلفات هم ور اوښتي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *