په جاپان کې د دوه الوتکو په سقوط کېدو کې د امریکا اووه نظامیان نادرکه شوي دي
امریکایي رسنۍ په جاپان کې ددې هېواد د نظامیانو اړوند د دوه الوتکو د سقوط کېدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،«نیوز ویک» نن سهار( لیندۍ ۱۵) اعلان وکړ چې د امریکا د نظامیانو دوه الوتکو د جاپان سواحلو ته نږدې سقوط کړی دی.
ددې راپور له مخې،یوه الوتکه چې ( کی سي ـ ۱۳۰) نوعه وه د سوځیدو ځای ته د رسیدو لپاره ترې کار اخیستل کېده د سوځیدو ځای ته د رسیدو هم مهاله د« اف/ای ـ۱۸ هورنت» الوتکې سره یې ټکر وکړ او دواړو په یوه وخت سقوط کړی دی.
ویل کیږي چې ددې پیښې په پایله کې د امریکایي نظامیانو اووه تنه نادرکه شوي دي.