په هلمند کې شپږو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د شاهره ۶۰۱ پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو  د برید او نښتې په پایله کې شپږو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د ولایتي شورا یوې سرچینې خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه نښته نن سهار( لیندۍ ۱۵) دنهر سراج ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د ۶۰۱ شاهراه پر ګولایي امنیتي پوسته باندې ترسره شوي ده.

د نوموړې پر وینا په دې نښته کې چې نږدې درې ساعته یې دوام وکړ شپږ پولیس وژل شوي او وسله وال طالبان هم له سیمې تښتیدلي دي .

یو تن عیني شاهد محمد عیسی خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې نن ورځ لویه لار تړل شوي وه او د ډزو غږونه هم اوریدل کېدل.

نوموړې څرګنده کړه چې له څو شیبو وروسته د سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې لویه لار د دویم ځل لپاره خلاصه شوه.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل