په کندهار کې د ۱۳ طالبانو وژل کېدل

د کندهار ولایت په شالیکوټ ولسوالۍ کې د شاهراه کنډک پر قرارګاه باندې د وسله والو طالبانو پر برید کې د دوه پولیسو سره یوځای ۱۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ، د کندهار د ولایتي شورا  غړي وایي چې نن سهار ( لیندۍ۱۴)ددې ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د چنار په سیمه کې د شاهراه پر کنډک باندې وسلوالو طالبانو برید کړی دی.

د کندهار د ولایتي شورا د غړیو په وینا ،له دې برید وروسته امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکیل شول او په څو ساعته نښته کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي چې په دې نښته کې دوه تنو ملې پولیسو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ولایتي شورا غړي وایي چې امنیتي ځواکونو د قرارګاه د سقوط مخنیوی کړی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *