د کونړ امنیتي چارواکي د دې ولایت په مرورې ولسوالۍ کې پر سرحدي پولیسو د وسله والو طالبانو د برید خبر ورکوي.
د کونړ د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول فرید دهقان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیر ماښام د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو سمیه کې وسله والو طالبانو د سرحدي پولیسو په پوسته برید کړی، چې دوه تنه سرحدي پولیس په کې ټپیان شوي دي.
د دهقان په خبره د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.