کونړ کې دوه سرحدي پولیس ټپیان شوي دي

د کونړ امنیتي چارواکي د دې ولایت په مرورې ولسوالۍ کې پر سرحدي پولیسو د وسله والو طالبانو د برید خبر ورکوي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول فرید دهقان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیر ماښام د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو سمیه کې وسله والو طالبانو د سرحدي پولیسو په پوسته برید کړی، چې دوه تنه سرحدي پولیس په کې  ټپیان شوي دي.

د  دهقان په خبره د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *