په چین کې چاودنې له ۴۰ زیاتو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله
د چین هېواد امنیتې چارواکې په دغه هېواد کې کیمیاوي تاسیساتو ته نږدې د یوې درنې چاودنې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،سیمه ایزو سرچینو ویلې دي چې دغه چاودنه په «ژانگجیاکو» ښار کې د کیماوې موادو یوې تولیدې کارخانې ته نږدې رامنځته شوي ده چې ددې تاسیساتو عمومې اطرافو ته یې زیات مالي زیانونه اړولي دي.
د سیمه ایزو سرچینو پر وینا،ددې درنې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي چې د ډېرې کسانو حالت یې نازک دی.
ددې ترڅنګ له ۵۰ څخه زیات باروړونکي موټرې هم سوځیدلې او له مینځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې ،لا تر اوسه ددې پیښې علت مالوم نه او د څیړني او مرسته رسونې ډلګۍ سیمې ته رسیدلي دي.