په فراه کې شپږ پولیس له طالبانو سره یوځای شول
د فراه ښار په مربوطاتو کې ۶ تنو ملې پولیسو خپله پوسته پریښي او د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د فراه د ولایتي شورا غړي ،داد الله قانع خاور میانه خبرې اژانس ته ددې خبر د تاییدولو تر څنګ وویل چې تیره شپه ۶ پولیس سرتیرو له کومې نښتې پرته خپله پوسته پریښې او د طالبانو له ډلې سره یوځای شوي دي.
نوموړي همدغه راز زیاته کړه چې اوس مهال هم د ( چهارباغ پوستې)کنټرول د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.
وسله والو طالبانو هم د یوې ویډیو په خپرولو سره ددغه پولیس سرتیرو د یوځای کېدو خبر تایید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په فراه ولایت کې وسلوال طالبان په پراخ ډول فعالیت لري او تل په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو مورچې په بریدونو سره په نښه کوي.
دوه ورځې وړاندې هم په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې د ۲۰ څخه زیات امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.