۱۰۵ داخلي بې ځایه شو کورنیو سره د غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

۷ قوس ۱۳۹۷

د لغمان د کډوالو چارو  ریاست په هلو ځلو د IMC  نړیوالۍ موسسې له لورې نن  له هغو ۱۰۵ داخلي بې ځایه شو کورنیو سره چې د لغمان له مختلفو سیمو څخه را بې ځایه شوی دي نن ورسره د غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه تر څو د ژمي موسم په اسانۍ سره تیر کړي.

د مرستو د ویش پرمهال د لغمان د کډوالو چارو  ریس انجینر شاکرالله شاکر،  د یادې موسسې استازو او د کډوالو چارو ریاست کارکونکو ګډون درلود.

د کډوالو چارو  ریس انجینر شاکر وویل په دغو مرستو  کې هرې کورنۍ ته ۶۶۰ کیلو ګرامه د سون لرګي، ۶ بوتله د سون مایع او یوه یوه مجهزه بخارۍ شامله ده.

د ښاغلي شاکر پر وینا زمونږ هڅې دوام لري ترڅو داخلي بې ځایه شو او نور راستنو شو کورنیو ته د زیاتو مرستو زمینه برابره کړو.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال ۸۸۰  کورنۍ د لغمان د  مختلفو  ولسوالیو څخه  مرکز مهترلام ته را کډه شوي دي.

بې ځایه

لغمان

مرسته


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.