د افغانستان په اړه د ژنیو د کنفرانس پیل کېدل

د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس د دوه ورځو لپاره د ملګرو ملتونو،افغانستان او د ملګرو ملتونو په مقر کې له ۵۰ څخه د زیاتو هېوادونو د غړیو په کوربه توب په ژنیو کې ترسره کیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس نن سهار د( لیندۍ ۶) د هېواد د جمهور ريیس اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په شتون کې په کار پیل کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې له ۵۰ څخه د زیاتو هېوادونو د وزیرانو په کچه استازو په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی او ددې کنفرانس ترسره کېدل به د افغانستان د حکومت د مشرانو لپاره یو مناسب فرصت وي.

ټاکل شوي ده چې په دې دوه ورځني کنفرانس کې به د افغانستان د ملاتړو او مرسته کوونکو تر مینځ بحث ترسره شي او همدارنګه به د ملې وحدت د حکومت مشران هم د نړیوالې ټولنې د کارونو او د هغوې له خوا د ورکړل شویو ژمنو راپور څرګند کړي.

د افغانستان سوله هم د هغه نورو مواردو څخه ده چې د ګډونوالو له لوري به په دې کنفرانس پرې بحث او خبرې اترې ترسره شي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان په اړه دا دیارلسم کنفرانس دی چې په افغانستان کې د سولې د هڅو پر پراخیدو راڅرخي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *