د طالبانو دوه ماین ايښودونکي د خپل ماین ښکار شول

په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه تنه ماین ایښودونکي د خپل ماین د چاودنې په پایله کې ووژل شول.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی چې نن د ( لیندۍ په ۶ مه) خپره شوي ده،وړمه ورځ ماښام مهال دوه ماین ايښودونکو کله چې غوښتل یې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په مندي کاریز سیمه کې یوه کړۍ ماین ځای پر ځای کړي؛ وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې همدارنګه ملې پولیسو د کندهار ولایت په مربوطاتو کې ۱۴ کړۍ مختلف ډوله ماینونه او دوه قبضې لاسي بمونه هم کشف او خنثی کړي دي.

دغه ماینونه،د کندهار ښار د پینځلسمې حوزې د زابر په سیمه کې کشف او خنثی شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې،ترهګرو غوښتل له دې ماینونو څخه په کندهار کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره کار واخلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *