د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت په شیزادو ولسوالۍ کې دبهرنیو ځواکونو د هوایې برید خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قومندانې د مطبوعاتو مسول فریدالله خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه شاوخوا ۱۰ نیمې بجې  قطعه صفر۲ په نوم بهرنیو ځواکونو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په ګندومک سیمه کې هوایې برید ترسره کړی، چې په پایله کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات  هم د ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

نوموړی زیاتوي په یاد برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو د دې برید په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دیادونې وړ ده،  چې  په دې ورستیو کې په یو شمیر ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په هوایې بریدونو کې د مخالفینو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *