امریکا د علیپور په نیول کېدو کې لاس لرل رد کړل

سره له دې چې یو شمېر سرچینو د ملې امنیت له رئیس څخه په نقل ویلي وو چې قومندان عليپور امریکا نیولی دی؛مګر په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو دغه ادعا رد کړې ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، قومندان علیپور مشهور په قومندان « شمشیر» تیره ورځ د کابل ښار د دیارلسمې حوزې د قلعه قاضي په سیمه کې ونیول شو.

له دې نیونې وروسته یو شمېر خلکو لاریون ته لاس واچوو چې له څو شیبو وروسته لاریون په تاوتریخوالی واوښت.

دا عمل ددې لامل شو تر څو د خلکو استازي د سروردانش په حضور کې د ملې امنیت د رئیس سره لیدنه وکړې او د خلکو غوښتنې هغوې ته ورسوي چې له دغه ناستې وروسته د یو شمېر استازو څخه په نقل وویل شول چې امریکایي ځواکونو قومندان علیپور نیولی دی.

مګر دغه ادعا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند «کول دیو باتلر» له لوري رد شوه.

نوموړې په خپل ټویټر اکونټ باندې ویلي دي چې د علیپور په نیول کېدو کې امریکایي ځواکونو هیڅ ډول مداخله نه درلوده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *