په فراه کې د پولیسو درنه مرګ ژوبله

د فراه ښار په مربوطاتو کې د پولیسو پر کاروان باندې د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې ۲۲ تنو ملې پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، وړمه ورځ یو شمېر پولیس منسوبین چې د فراه ولایت د «لاش جوین» ولسوالۍ د پولیسو د قومندان د معرفي کولو لپاره د فراه ښار څخه ددې ولسوالې لورې ته د حرکت په حال کې وو،د «تخت رستم» په سیمه کې د وسله والو طالبانو د کمین سره مخ شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي چې د وسله والو طالبانو د کمین څخه د پولیسو  منسوبینو د خلاصولو لپاره کومکي ځواکونه لیږل شوي او د وسله والو طالبانو سره یې نښته کړې ده.

ددې سرچینو پر وینا،په دې نښته کې ،۲۲ تنه ملې پولیس وژل شوي او د فراه د پولیسو د قومندانۍ د امنیت د امر د مرستیال په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال، شامحمود نعیمي وایي چې په دې کاروان کې د جوین ولسوالۍ لپاره د پولیسو نوی قومندان چې ټاکل شوي وه خپلو همکارانو ته وروپیژندل شي؛  مګر د وسله والو طالبانو له لوري په یوه کمین کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو هم ادعا کړې ده چې د تخت رستم په سیمه کې  ددوې سره د پولیسو په نښته کې ۲۰ تنه ملې پولیس وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *