د پاکستان په یوه مسجد کې چاودنې لس تنه ټپیان کړل

د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه مسجد کې د ماین په چاودنه کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د «چمن»  د سیمې د یوه مسجد په داخل کې رامنځته شوي ده.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې په دې چاوودنه کې د ملا امام په ګډون لس تنه ټپیان شوي دي.

د بلوچستان ایالت د پولیسو پر وینا،دغه ماین د لرې لارې څخه کنټرول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د چمن سیمه  د افغانستان د کندهار سره د حساسې سرحدي سیمې څخه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *