داخلي بې ځایه شویو کډوالو کورنیو د نغدي مرستو د ویش پرمهال مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، او د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو رییس انجینر شاکرالله شاکر هم شتون درلود.
د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په مرکز او ولسوالیو کې یې له سروې وروسته ۷۵ هغه کورنۍ چې د یو شمېر ستونزو له امله را بې ځایه شوي سروې ترسره کړې او هرې کورنۍ ته (۵۰۰۰)نغدې افغانۍ ورکوي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې له نورو داخلي بې ځایه شووی کورنیو سره هم نغدي مرستو سربیره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړي.
د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې له ټولو را ستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره لازمې مرستې ترسره کړي.